د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي ویلي، چې د هېواد په کچه د ۳۱۸ روغتیایي مرکزونو له ډلې د سلو روغتونونو تدارکاتي چارې بشپړې شوې او ډېر ژر به یې د جوړولو عملي چارې پیل شي. جلالي چې نن د روغتیا برخه کې د نږدې ۵۰۰ متخصصینو د فراغت مراسم کې وینا کوله وویل، عامې روغتیا وزارت ژمن دی چې تازه فارغانو ته د کار زمینه برابره کړي. نوموړي له فارغانو وغوښتل چې د خپلو هېوادوالو لپاره د خدمت مصدر شي. هغه زیاته کړې، د بریالیتوب راز په دې کې دی، چې د طبابت له سپېڅلي علم څخه د تجارت لپاره ګټه ونه خیستل شي.




































