اروپايي ټولنې له امریکا غوښتنه کړې چې د دې ټولنې او امریکا ترمنځ د سوداګریز تړون هغو مادو ته ژمن پاتې شي چې تېر کال لاسلیک شوی و. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دا غوښتنه وروسته له هغې شوې چې د امریکا سترې محکمې د ډونالډ ټرمپ د دورې نړۍوالې تعرفې لغوه کړې، او نوې تعرفې يې ولګولې. په راپور کې راغلي، اروپايي ټولنه چې د دې ټولنې د ۲۷ غړو هېوادونو په استازیتوب د سوداګرۍ تګلارې سمبالوي، ټینګار کړی چې واشنګټن باید د سترې محکمې له حکم وروسته د خپلو اقداماتو په اړه «بشپړه روڼتیا» وړاندې کړي.



































