د اوکراين ولسمشر ولاديمير زیلینسکي له رسنیو سره په تازه مرکه کې ویلي، چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين درېيمه نړۍواله جګړه پيل کړې ده. نوموړي زیاته کړې، چې د پوتين کړنو په رښتيا سره نړۍ يوې پراخې جګړې ته دننه کړې ده. زیلینسکي ټينګارکړی، چې د روسيې د ولسمشر د درولو يوازينۍ لار پر مسکو سخت پوځي او اقتصادي فشار راوستل دي. د اوکراين ولسمشر خبرداری ورکړ، چې پوتين به يوازې پر اوکراين بسنه ونهکړي او که يې مخه و نه نيول شي، د هغه د کړنو لمن به د دې هېواد له پولو واوړي او نورو سيمو ته به هم وغځېږي. زیلینسکي دغه راز ویلي، چې که روسيه د اوکراين په نيولو او اشغال کې پاتې راشي، دا به د نړۍوالې ټولنې لپاره لويه بريا وي.



































