د پولیو فري افغانستان بنسټ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې ټاکل شوې نن د افغانستان په ۲ ولایتونو کې د ماشومانو لپاره د پولیو د واکسین کمپاین پیل شي. یاد بنسټ ویلي، چې تر ۵ کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو دغه کمپاین به نن د دوشنبې په ورځ د کب یا حوت په یولسمه د فاریاب او بادغیس ولایتونو په یوشمیر ولسوالیو کې پیل شي. یاد بنسټ وایي، چې د واکسین دغه کمپاین به د فاریاب د مرکز میمنې په ګډون د دې ولایت په دولت آباد، شیرین تګاب، پښتون کوټ، قیصار او المار او د بادغیس ولایت په غورماچ او بالامرغاب ولسوالیو کې تطبیق شي. دا چې دغه کمپاین به څو ورځې دوام وکړي او په ترڅ کې به یې څومره ماشومان د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ په وړاندې واکسین شي، نور مالومات ندي ورکړل شوي.




































