د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې امریکايي عسکرو ته د مډالونو د ورکړې په مراسمو کې یوځل بیا ویلي، چې په ایران باندې د امریکا روان برید څلور موخې لري; دایران راکټي وړتیا ختمول، د ایران د سمندري ځواکونو له مینځه وړ ، له اټومي پروګرام او د وسلولیږلو څخه د ایران لاس اخیستل. ټرمپ ویلي، چې امریکايي ځواکونو تراوسه لس ایراني جنګي بیړۍ غرقې کړي دي. ټرمپ ادعا کړې، چې د امریکا اردو له هغه پلانه چې مخکې یې جوړ کړی وو ډیره مخکې شوې او تراوسه یې خپل اهداف ترلاسه کړي خو کیدای شي نور وخت هم وغواړي.



































