فوربس مجلې په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د ایران «شاهد-۱۳۶» بېپیلوټه الوتکو د امریکا اسراییل عصري جګړې بڼه بدله کړې او د ګرانبیه دفاعي سیستمونو لپاره جدي ننګونه ګرځېدلې ده. د راپور له مخې، دغه ډرون یوازې شاوخوا ۳۰ زره ډالر لګښت لري، خو د نسکورولو لپاره یې دفاعي توغندي تر میلیونونو ډالرو مصرف غواړي، چې د برید او دفاع ترمنځ لوی اقتصادي توپیر رامنځته کوي. یادې مجلې زیاته کړې، چې ایران دا ډرونونه اکثره په ډلهییز ډول کاروي، چې دفاعي سیستمونه ستړي کوي او د مقابل لوري مالي زیانونه زیاتوي. راپور ټینګار کوي چې ارزانه پوځي ټکنالوژي او کورنی صنعت د نننیو جګړو مهم بدلون ګرځېدلی او صنعتي ځانبسیاینې ته پام د هېوادونو ستراتیژیک ځواک ټاکي.




































