د قطر د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د لنډمهاله احتیاطي تدابیرو لپاره یې په دوحه کې د امریکا سفارت ته نږدې سیمو اوسېدونکي نورو سیمو ته لېږدولي دي. د یاد وزارت د مالوماتو له مخې دغه اقدام د خلکو د خوندیتوب لپاره ترسره شوی. قطري چارواکو دغه راز ویلي، چې د خالي شویو کورونو اوسېدونکو ته به مناسب استوګنځایونه ورکړل شي.



































