د ملګروملتو د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د وحشي پولیو ویروس لا هم په خپرېدو دی او د هېواد په جنوبي سیمو کې تر ټولو ډېرې پېښې ثبت شوي دي. یاد سازمان ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د وحشي پولیو یا WPV1 پنځه نوې پېښې ثبت شوې دي او د هېواد په جنوبي او ختیځو سیمو کې د ویروس د خپرېدو کچه زیاته لیدل شوې ده. د یاد سازمان په خبره، په جنوبي سیمو کې د پولیو د خپرېدو یو مهم لامل د واکسین کم پوښښ او د واکسین د کور په کور کمپاینونو پر ترسره کولو کې محدودیتونه دي.



































