الجزیرې راپور ورکړی، چې په تېرو ۵ ورځو کې پر ایران د امریکا او اسراییلو په ګډو بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر له زرو کسانو اوښتی دی. په راپور کې راغلي، چې په سیمه کې د ترینګلتیا له زیاتېدو سره هممهاله ترکیې ویلي چې په ختیځې مدیریترانې کې د ناټو هوايي سیسټم د ایران له خوا یو توغول شوی بالیستیک توغندی شنډ کړی دی. الجزیرې د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې یوې امریکايي اوبتل د سریلانکا ساحل ته نږدې په نړیوالو اوبو کې د ایران یوه جنګي بېړۍ په نښه او ډوبه کړې ده. ورته مهال په امریکا کې ځينو ډيموکراټو قانون جوړونکو د ډونالډ ټرمپ له خوا پر ایران د برید لاملونه رد کړي او خبرداری یې وکړی چې دا وضعیت ښايي امریکا ځمکني عملیاتو او «نه ختمېدونکې شخړې» پر لور بوځي.




































