د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې په روانه اونۍ کې ۲۰۰ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته را ستانه شوي دي. د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسان چې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او د دغه هېواد په زندانونو کې له یوې ورځې تر ۲ میاشتو پورې بندیان وو، تر خوشې کېدو وروسته د سپین بولدک له لارې هیواد ته راستانه شوي دي.



































