د ستراتیژیکو او نړۍوالو مطالعاتو مرکز په یوه راپور کې ویلي، چې د ایران پر ضد د امریکا احتمالي پوځي عملیات ښايي د لومړیو ۱۰۰ ساعتونو په موده کې شاوخوا ۳.۷ میلیارده ډالر لګښت ولري. د راپور له مخې، دا عملیات په منځنۍ توګه هره ورځ نږدې ۸۹۰ میلیونه ډالره لګښت لري. له دې ډلې شاوخوا ۲۰۰ میلیونه ډالر هغه لګښتونه دي چې مخکې د پنټاګون په بودجه کې شامل وو، خو پاتې نږدې ۳.۵۴ میلیارده ډالر ښايي اضافي بودجې ته اړتیا ولري. په راپور کې ویل شوي، چې د جګړې راتلونکي لګښتونه به د عملیاتو د شدت، کارېدونکو وسلو او د ایران د احتمالي غبرګون له کچې سره سم بدلون ومومي.




































