افغانستان ته د سیمې له هېوادونو د سون توکو په وارادتو کې زیاتوالی راغلی دی. افغانستان په تېر میلادي کال کې له بېلابېلو هېوادونو سون توکي وارد کړي، چې ګاز، پټرول او ډېزل پکې شامل دي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د دغو واردو شویو سون توکو ارزښت څه باندې دوه میلیارده او ۴۹۶ میلیونه ډالره دی. د شمېرو له مخې د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ د دغو توکو واردات د پام وړ زیات شوي دي. په دې منځ کې د پټرو واردات ۲۷ سلنه، د ډېزلو ۵۳ سلنه او د مایع ګازو واردات ۳۰ سلنه ډېر شوي.



































