رويټرز خبري اژانس په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي، ايران خبرداری ورکړی چې ښايي د یو بېرل تیلو بیه ۲۰۰ ډالرو ته ورسېږي او نړۍ دې دغه وضعیت چمتوالی ونیسي. د راپور له مخې ایران پر اسراییل او په منځني ختیځ کې پر ځينو موخو بریدونه کړي. په راپور کې راغلي، د تیلو بیه چې د دې اوونۍ په پیل کې بې مخینې پورته شوې وه، تر یو بریده راښکته شوې او د ونډو بازارونه پورته تللي، ځکه پانګوال هیله لري چې ډونالډ ټرمپ به د جګړې د ژر پای ته رسولو لپاره لار ومومي. هرمز تنګۍ چې د نړۍ د تېلو شاوخوا پنځمه برخه ترې تېرېږي، لا هم ناامنه بلل کېږي او بېړۍ نه شي کولی ډاډه ترې واوړي. د راپور له مخې، دا وضعیت د ۱۹۷۰مې لسیزې راهیسې د انرژۍ په وړاندې کولو کې تر ټولو ستره ګډوډي بلل کېږي.



































