د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له سي بي اس ټلویزیون سره په مرکه ویلي، چې ایران له امریکا سره خبرو ته کومه لېوالتیا نه لري. عراقچي په دې څرګندونو سره د ډونالډ ټرمپ هغه دریځ رد کړ ، چې ګواکې تهران غواړي د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوه هوکړه وکړي. فرانسپرس خبري آژانس ته عراقچي ویلي، “موږ هېڅ دلیل نه وینو چې ولې باید له امریکایانو سره خبرې وکړو، ځکه موږ له هغوی سره په خبرو بوخت وو چې پریکړه یې وکړي چې پرموږ برید وکړي.” ډونالډ ټرمپ له ان بي سي نیوز سره په مرکه کې ویلي و، چې ایران غواړي یوه هوکړه وکړي، خو زه نه غواړم ځکه چې شرایط یې تر اوسه کافي ښه نه دي. ټرمپ دغه راز خبرداری ورکړ چې امریکایي ځواکونه به د هرمز تنګي په شمال کې د ایران پرسواحلو بریدونه زیات کړي تر څو د تېلو د لېږد د بیا پیل لپاره لاره هواره شي.




































