د فراه ولایت د اقتصاد ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې سږ کال په دغه ولایت کې د څه باندې ۳۱ میلیونه ډالرو په لګښت ۷۳ بېلابېلې پراختیايي پروژې پلي شوې دي. د یاد ولایت د اقتصاد رییس مولوي جمال الدین جلالي رسنیو ته ویلي، چې د روان کال په لړ کې د ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د ۳۱ میلیونه ۷۸ زره ډالرو په لګښت ۷۳ پروژې پلان شوې وې، چې له ډلې یې ۴۲ پروژې بشپړې شوې او د ۳۱ نورو پروژو چارې روانې دي.




































