د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جیان د مارچ په ۱۶مې نېټې د يوې خبري ناستې مشري کړې او د خبريالانو پوښتنو ته يې ځوابونه ويلي دي.
يوه خبريال په يادې ناستې کې له لین جيان څخه پوښتلي؛ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی، که چين له هورمز تنګي څخه د بېړيو د تګ راتګ په برخه کې له نورو هېوادونو سره مرستې ونه کړي، نو هغه به له چين څخه ليدنه وځنډوي. چين په دې اړه څه نظر لري؟
لين جيان دغې پوښتنې ته په ځواب کې ويلي، چې د مشرانو ډييلوماسي د چین او امريکا د اړيکو لپاره نه پر ځای کېدونکی ستراتيژیک لارښوونکی رول لوبوي او په خبره یې، بېجينګ او واشنګټن له چین څخه د ولسمشر دونالډ ټرمپ د ليدنې په هکله نږدې تماس لري.


































