د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لین جيان د مارچ په ۱۶مې نېټې د دغه وزارت په يوه مطبوعاتي غونډه کې د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ويلي دي.
نوموړي د يوه خبريال هغې پوښتنې ته، چې تېره جمعه د چين او افغانستان خارجه وزيرانو تلیفوني خبرې کړي او چيني لوري ويلي، چې د افغانستان لپاره يې ځانګړی استازی د افغانستان او پاکستان ترمنځ په منځګړيتوب بوخت دی، په ځواب کې ويلي، افغانستان او پاکستان خپلې جغرافیې بل ځای ته نه شي لېږدولئ او خپلمنځي ستونزې يې يوازې د ډيالوګ او سلامشورو له لارې حل کېدای شي.
لین جيان د دواړو هېوادونو لپاره اوسنی بېړنی کار د جګړې د پراخېدو مخنيوی او ډېر ژر د مذاکراتو مېز ته ستنېدل ياد کړی دی.
لین جيان ويلي: چين د خپلو چينلونو له لارې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو د حل په هڅه کې دی او خارجه وزير وانګ يي پدې وروستيو کې په وار سره د پاکستان له مرستيال صدراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار او د افغانستان له خارجه وزیر امیر خان متقي سره تليفوني خبرې کړي او د افغانستان لپاره د چين خارجه وزارت ځانګړی استازی دواړو هېوادونو ته د منځګړيتوب لپاره تللی دی. دغه راز په افغانستان او پاکستان کې د چین سفارتونه هم له دواړو لوريو سره په تماس کې دي او دواړو هېوادونو د چين له منځګړيتوب او هڅو څخه مننه کړې ده.
نوموړي زياته کړې، چين هيله لري چې افغانستان او پاکستان له زغم او حوصلې کار واخلي، ډېر ژر مخامخ خبرې وکړي او اوربند رامنځته کړي او د خبرو له لارې اختلافات حل کړي او په خبره یې، چين به د دواړو هېوادونو ترمنځ د جوړجاړي او د اړيکو ښه والي لپاره خدمتونو ته دوام ورکړي.


































