د افغانستان لپاره د چین د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي یوی شیاو یونګ د مارچ له ۷مې تر ۱۴مې نېټې پورې له افغانستان او پاکستان څخه لیدنه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستیو شخړو د هواري لپاره یې منځګړیتوب کړی دی.
یوی شياو یونګ په کابل کې له بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او د صنعت او سوداګرۍ له وزیر عزیزي سره لیدلي او په پاکستان کې یې د بهرنیو چارو وزیر له سیکريټر او د افغانستان لپاره د لومړي وزیر له ځانګړي استازي سره لیدلي دي.
نوموړي له دواړو خواووغوښتي، چې له زغم او حوصلې کار واخلي، بيړنی اوربند دې وکړي او د ډیالوګ له لارې دې اختلافات حل کړي.
افغانستان او پاکستان د چین له منځګړیتوب مننه کړې او دا نیت یې ښودلی، چې خپلمنځي مسئلې به په سیاسي لارو حل کړي.


































