د چين د شمېرنې ملي ادارې وياند فو لينګ هوی د مارچ په ۱۶مه نېټه رسنيو ته ويلي، چې د روان کال له پيل راهيسې د اړوندو تګلارو په هڅولو او د پسرلني اختر د اوږدې رخصتۍ په مثبتې اغېزې سره د دغه هېواد په بازارونو کې د پلور ارزښت په څرګند ډول زيات شوی او د خدمتي مصارف بالقوه توان يې هم ازاد شوی دی.
نوموړي ويلي، د مصرفي هڅونې د يو لړ اقداماتو په تطبيق سره به په چين کې د اوسېدونکو مصارف نور هم ثابت زياتوالی ومومي.
د روان کال په لومړيو دوو مياشتو کې په چين کې د سيلانيزو چارو په اړه د پرچون پلور له ۱۰سلنې چټک زياتوالی موندلی او د پسرلني اختر د اوږدې رخصتۍ په موده کې د خلکو لخوا د بهر خواړو لګښت په څرګند ډول لوړ شوی دی.



































