د چين مرستيال صدراعظم هه لي فنګ د مارچ له ۱۵مې نېټې څخه تر ۱۶مې نېټې پورې د فرانسې په پلازمېنې پاريس کې د امريکا له ماليې وزير سکاټ بېسنټ او د تجارتي چارو له استازي جاميسون ګرير سره اقتصادي او سوداګريزې سلامشورې کړې دي.
دواړو خواوو د خپلو هېوادونو د مشرانو د مهمو ګډو نظريو پر بنسټ د تعرفو، د دوه اړخيزې سوداګرۍ او پانګونې د زياتوالي او د شويو هوکړو د ساتلو په شمول پر مهمو مسئلو رښتينې، ژورې او رغنده خبرې کړې دي.
دواړه خواوې ګډو نظريو ته رسیدلي او پرېکړه یې کړې چې خپلمنځي خبرو ته به دوام ورکړي.
چين او امريکا هوکړه کړې، چې د دوه اړخيزې سوداګرۍ او پانګونې د زياتوالي لپاره به پر ګډې کاري کړنلارې کار وکړي، د اقتصادي او سوداګريزو خبرو د ميکانيزم رول به ښه ولوبوي، خپلمنځي ډيالوګ به زيات کړي، اختلافات به له منځه یوسي، خپلمنځي همکارۍ به پراخې کړي او دوه اړخيزې اقتصادي او سوداګريزې اړيکې به په ثابت ډول پرمخ بوځي.



































