د پکتيا په درې ځدراڼ مېشتو ولسواليو کې د پنځو ميليونو ډالرو په لګښت د وارداتي برېښنا د وېش شبکه پرانيستل شوه.
د پکتيا والي شميم خان کټوازي په دې پرانيست غونډه کې وويل: د برېښنا د وېش دا شبکه لومړی د پکتيا په درې ځدراڼ مېشتو سيمو، ګردې څېړۍ، شواک او وزې ځدراڼ ولسواليو کې فعاليت پيلوي.
نوموړي ویلي، د برېښنا د وېش ډېری مواد وزې ځدراڼ ولسوالۍ ته رسېدلي او د پاتې هغو د لېږد چارې روانې دي.
د پکتيا د برېښنا رييس اصف نيازي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د شبکې د لينونو د غځولو، د پايو، ټرانسفارمرونو او مېټرونو نصبولو چارې پيل شوې دي.
د هغه په وينا، د برېښنا لپاره په وزې ځدراڼ ولسوالۍ کې سب سټېشن جوړ شوی چې د شپاړس مېګا واټه برېښنا ظرفيت لري او په ترڅ کې به يې پنځه زره کورونو ته برېښنا ورکړل شي.




































