د چین د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کمېټې په دې وروستیو کې د ۱۳ مهمو بهرنیو پانګونو د پروژو نوې ډله اعلان کړې ده.
د پلان له مخې، د نوموړو پروژو پانګونه به ۱۳ ميلیارډو او ۴۰۰ میلیونو امریکایي ډالرو ته ورسېږي.
نوې پروژې د برېښنایي تولیداتو، کیمیاوي موادو، موټرونو او ماشینونو پر برخو پورې اړه لري او په عمده توګه به پر تولیدي چارو تمرکز ولري.
برسېره پر دې، په نويو پروژو کې د پانګونې سرچینې ډېرې متنوع دي او د برېتانیې، جرمني، سویس، سویډن او ترکیې په شمول د بهرنیو هېوادونو شرکتونه به پکې برخه ولري.




































