ځينو خبري رسنيو خبر ورکړی، چې ټرمپ ويلي که چین له هورموز تنګي څخه د تېرېدونکو بيړيو په ساتنه کې مرسته ونه کړي، نو هغه به چین ته خپل سفر وځنډوي.
د چين د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان د مارچ په ۱۷مې نېټې په يوې خبري ناستې کې په دې اړه څرګنده کړې، چې امریکا د ځينو رسنیو اړوند بې بنسټه راپورونه رد کړي، بيخي ناسم يې بللي او ویلي یې دي چې چين ته د ټرمپ احتمالي سفر د هورموز تنګي په مسئلې پسې تړاو نه لري.
لین جیان ويلي، چين او امريکا د ولسمشر ټرمپ د سفر د وخت په شمول د ځينو مسئلو په اړه په اړیکه کې دي.




































