د چين د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان د مارچ په ۷مې نېټې رسنيو ته ويلي، چې هېواد به یې ایران، اردن، لبنان او عراق ته بیړنۍ بشري مرستې ورسوي او هيله يې ښودلې، چې د چين دغه مرستې به په سیمې کې د بشري بحران په کمولو کې مرسته وکړي.
لين جيان ويلي، چین به د سولې د هڅولو، د شخړو د بندولو، د سیمه يېزې سولې او ثبات د راوستلو او د بشري بحران د نور خپرېدو د مخنیوي لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د منځني ختیځ اوسنی کړکېچ یو “لويه بشري بیړنۍ حادثه” بللی، چې دا ښايي په سیمه کې ۲۵ میلیونه کډوال اغېزمن کړي.
په ایران کې ګڼ شمېر ملکي وګړيو ته مرګژوبله اوښتې او لبنان کې شاوخوا ۸ لکه خلک بې ځایه شوي او اردن او عراق هم اغېزمن شوي دي.




































