په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي فو څونګ د مارچ په ۱۶مې نېټې په افغانستان کې د يوناما د ماموریت مودې د غځولو په اړه د امنيت شورا له غونډې وروسته رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چين غواړي له بېلا بېلو خواوو سره د افغانستان مسئلې د سياسي حل او د دې هېواد د ثبات او پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړي.
امنيت شورا تازه يو پرېکړه ليک تصويب کړی، چې له مخې به يې په افغانستان کې د يوناما د ماموريت موده درې مياشتې وغځول شي.
فو څونګ ويلي، چين د دغه پرېکړه ليک د مسودې د جوړونکي په حيث د امنيت شورا د غړيو هېوادونو له ملاتړ او همکارۍ څخه مننه کوي او په خبره يې، اوس افغانستان له يو شمېر چلينجونو سره مخ دی او اړينه ده، چې افغان حکومت او نړيواله ټولنه خپلمنځي تماسونه وساتي، څو د متقابلې اعلاقې وړ مسئلې حل او افغانستان کې دايمي سوله او پرمختګ راشي.
نوموړي په اشارې ويلي، ياد پرېکړه ليک کې د افغانستان اقتصادي او بشري وضعيت ته ډېره پاملرنه شوې، پر بشري مرستو ټينګار شوی او د افغانستان له پرمختګ څخه ملاتړ شوی دی.




































