په اسراییلو کې د چین سفارت له خپلو وګړو غوښتي چې په منځني ختیځ کې د وضعیت د خرابېدو له کبله باید چینایي وګړي سمدستي له اسراییلو څخه و وځي. د الجزیرې د راپور له مخې اسراییلو کې د امریکا سفارت هم ویلي، چې پر اسراییلو د بریدونو شمېر او شدت زیات شوی، چې له کبله یې ګڼ مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي. راپورونه ښيي چې د روانو نښتو او امنیتي ګواښونو له زیاتېدو سره، بهرني هېوادونه هڅه کوي خپل اتباع خوندي ځایونو ته انتقال کړي.




































