د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي، چې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د افغانستان د محصولاتو لومړنی لوی نندارتون پرانیستل کېږي. یادې خونې ویلي، دغه نندارتون چې د «Made in Afghanistan» تر سرلیک لاندې جوړیږي، درې ورځې به دوام وکړي چې پهکې به افغان سوداګر له ۶۰ څخه زیاتو غرفو کې خپل تولیدات، لکه غالۍ، وچه او تازه مېوه، زعفران، جلغوزي، پنبه، قیمتي او نیمهقیمتي ډبرې، مشروبات او نور باکیفیته محصولات نندارې ته وړاندې شي. دغه پروګرام د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د ازبکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې په ګډه همکارۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام په مالي ملاتړ جوړ شوی.




































