د کندهار د کرنې ریاست مسوولین وایي، چې په ۱۴۰۴کال کې د دغه ولایت د شاوخوا ۱۵زره هکټاره ځمکې څخه د انارو شاوخوا ۲۷۴زره ټنه حاصلات ترلاسه شوي دي. د مسوولینو په خبره د نورو کلونو پرتله د انارو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی دی. ورته مهال د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال عبدالباقي بنا ویلي، چې که څه هم له پاکستان سره لارې تړلې دي؛ خو لاهم د افغانستان محصولات په ورځني دول د سیمې او نړۍ هېوادونو ته صادرېږي. نوموړي زیاته کړې، چې په ۱۴۰۴کال کې د کندهار شاوخوا تر ۲۲زره ډېر انار هند، پاکستان، مالیزیا، روسیې، متحده عربي اماراتو، قرغزستان او قطر ته صادر شوي دي.




































