د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د ۱۴۰۴ کال د وري له میاشتې تر کب پورې د حیرتان، اقینه، تورغنډۍ او خواف ـ هرات بندرونو له لارې د رېل پټلۍ په وسیله ۵.۳ میلیونه ټنه توکي انتقال شوي دي. د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس ویلي، چې په دې انتقالاتو کې نفتي مواد، غیرنفتي توکي، وچې مېوې، کاني مواد او کرنیزې محصولات شامل دي، چې له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته صادر شوي او له نورو هېوادونو څخه افغانستان ته وارد شوي دي. د مسوولینو په خبره هڅه کوي د رېل پټلۍ له لارې سوداګرو ته د صادراتو او وارداتو زمینه نوره هم ښه کړي، څو د افغانستان سوداګري له نړیوالو بازارونو سره پراخه او دوامداره شي.




































