د روسیې د بریانسک ښار له توقیفخونې اووه تنه افغان بندیان خوشې او هېواد ته راستانه شول. روسیه کې د افغانستان سفارت وایي، چې یاد هېوادوال د قانوني اسنادو د نشتون له امله نیول شوي وو. دغه سفارت زیاته کړې، هڅه کوي د افغان وګړو په ځانګړي ډول د نیول شویو کسانو ستونزو ته رسېدنه وکړي او د هغوی د خلاصون او بېرته ستنېدو لپاره خپلې ډیپلوماټیکې هڅې لا پیاوړې کړي.




































