د راپورونو له مخې د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د سختو ورښتونو له کبله د دوو ماشومانو په ګډون ۷ کسان مړه او ۴ نور ټپیان شوي دي. د ناورینونو مدیریت ادارې ویلي، چې پېښې په کیچ، لورلايي، کوهلو، جعفراباد او کچي ولسوالیو کې رامنځته شوې دي. د یادې ادارې په وینا، د ورښتونو له امله ۲۲ کورونه هم په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.




































