د روغتیا نړۍوال سازمان د بېړنیو روغتیايي تجهیزاتو ۷۸.۵ ټنه مرسته افغانستان ته را ورسېده. د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، چې په دې مرسته کې د شري درملنې کېټونه، د ستوني او سینې درمل، د خوارځواکو ماشومانو د تغذیې توکي، د جراحي وسایل او نور روغتیايي تجهیزات شامل دي. یاد سازمان زیاته کړې، چې دغه مرسته به څه باندې ۴۱۹ زره افغانانو ته ورسېږي او ۱۳ زره ۶۰۰ کسانو ته به د ژوند ژغورونکو عملیاتو زمینه برابره کړي. دغه سازمان د یادو مرستو د لېږد په برخه کې د متحده عربي امارات له همکاریو هم مننه کړې ده.




































