په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي مرستيال استازي سون لې د اپريل په ۶مه نېټه د ملګرو ملتونو د جوړېدو د ۸۰مې کليزې د اصلاحاتو د وړانديز غونډې کې ګډون او وينا کړې ده.
نوموړي ويلي، چين د يوراګوي د استازي له وينا، چې د ۷۷ هېوادونو ګروپ او چين په استازيتوب يې کړې، ملاتړ کوي او هيله لري، چې ملګري ملتونه په اصلاحاتو کې د پرمختيايي هېوادونو غوښتنو ته پاملرنه وکړي او د غړيو هېوادونو ګډه موافقه جوړه او د ټولو غړيو هېوادونو ګډ هوډ څرګند کړي.
اوسمهال د ملګرو ملتونو اصلاحات پرمختګ کوي او لږه وده يې هم کړې ده.
سون لې زياته کړې، چين د اصلاحاتو د کاري ګروپ هرکلی کوي، چې د ارګانونو د پيوستون د ارزونې په اړه لومړی راپور خپور کړي، غړيو هېوادونو ته دقيق راپور ورکړي او د دې سازمان د چوکاټ، پانګو او پرسونل د ستونزو د هواري پلانونه او اغېزې يې روښانه کړي.































