د ایران حکومت او دولتي رسنیو له امریکا سره لنډمهالی اوربند د هېواد لپاره یوه ستره بریا بللې ده. د ایران د ملي امنیت عالي شورا په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې ایران په دې جګړه کې نږدې خپلې ټولې موخې ترلاسه کړې او زیاتوي چې دښمن له “تاریخي ناکامۍ” سره مخ شوی دی. په ورته وخت کې، په دې اعلامیه یو مهم ټکی هم یاد شوی چې د جګړې پیل د ایران د روحاني مشر علي خامنه یي او د اسلامي انقلابي ګارډ د لوړپوړو جنرالانو له وژل کېدو وروسته شوی و. دغه وضعیت د ایران د حکومت له نظره یو حیاتي ګواښ او حیاتي جګړه بلل شوې ده. له همدې امله، ایراني چارواکي او دولتي رسنۍ وایي چې د امریکا او اسراییل سره له شاوخوا یوې میاشتې جګړې وروسته وتل د دوی له نظره د بریا نښه ده.




































