د کډوالۍ نړیوال سازمان ( ای او ایم ) ویلي چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۴ میلیونه کسان روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې مرستو ته اړتیا لري. یاد سازمان د روغتیا نړیوالې ورځې په مناسبت ټینګار کړی چې روغتیايي خدمات یو اساسي او حیاتي اړتیا ده، نه امتیاز. دغه سازمان زیاته کړې، چې د ګڼو راستنېدونکو لپاره یې هڅه کړې چې بېړنیو او حیاتي روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي. په راپور کې زیاته شوې چې په کلیوالو سیمو کې ګڼې بېځایه شوې او راستنې شوې کورنۍ د روغتیايي خدماتو له جدي کمښت سره مخ دي.




































