د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له لوري به ډېر ژر ۱۵ نوي جوړ شوي روغتیايي مرکزونه یاد وزارت ته وسپارل شي. د عامې روغتیا وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې مرکزونو له ډلې د ۱۱ لپاره د شاوخوا ۲۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت طبي او غیرطبي تجهیزات هم برابر شوي دي. په خبرپاڼه کې راغلي، چې نن د پنجشنبې په ورځ د روغتیا وزارت استازو د یادې ادارې له مسوولینو سره د دغو مرکزونو د سپارلو په تړاو ناسته کړې ده.




































