ټاکل شوې د امریکا او ایران ترمنځ مستقیمې خبرې نن په اسلام اباد کې پیل شي، چې دا به له ۱۹۷۹ کال وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ تر ټولو مهم مخامخ د لوړې کچې مذاکرات وي. ایرانی پلاوی د دغه هېواد د پارلمان د مشر محمد باقر قالیباف په مشرۍ، چې د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي هم پکې شامل دی، اسلاماباد ته رسېدلی دی. د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وینس هم اسلام اباد ته رسېدلی ، چې په خبرو کې د امریکا استازیتوب وکړي. له ده سره ځانګړی استازی سټیو ویټکوف او د ولسمشر ټرمپ زوم او سلاکار جارډ کوشنر هم مله دي. ایراني رسنیو لیکلي، که د ایران غوښتنې ومنل شي، نو مذاکرات به نن تر غرمې وروسته د اسلاماباد په سرینا هوټل کې پیل شي.




































