د چين د صنعت او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د چين د لوړ او نوي تخنيک د ملي زونونو شمېر ۱۷۹ ته رسېدلی. اوس ياد زونونه د ټکنالوژۍ او صنعت د نوښتونو د پيوستون مهم پلاټفورم او د لوړو او نويو تخنيکي صنايعو د پرمختګ عمده پلاټفورم ګرځېدلی دی.
د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵م کال کې د دې هېواد د لوړ او نوي تخنیک د ملي زونونو عمومي تولید ۲۰ اعشاريه ۴ تریلیونو یوانو ته رسېدلی او دغه هېواد د ناخالص کورني توليد ۱۴ اعشاريه ۵ سلنه يې نيولی.































