په کابل کې د افغانستان او ازبکستان د سوداګریزو پلاوو په ګډه غونډه کې دواړو لورو د اقتصادي همکاریو پر پراختیا، د صادراتو پر زیاتوالي او د سوداګرو د ستونزو د حل پر اړتیا ټینګار کړی. د غونډې پر مهال د ازبکستان پلاوي د خپل هېواد اقتصادي ظرفیتونه په اړه معلومات وړاندې کړي او افغانستان ته یې د صادراتو د زیاتولو او ګډو پانګونو لپاره چمتووالی ښودلی. بلخوا، افغان سوداګرو په ځانګړي ډول د ویزو او ترانزیټ ستونزې مطرح کړي او د دواړو هېوادونو له حکومتونو یې د حل غوښتنه کړې ده.




































