سه شنبه, سپتمبر 8, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کاپیسا؛ د نږدې ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو ۳شبکې جوړېږي

    لغمان کې سږ کال ۷۰ شنې خونې جوړې شوې دي

    روسیه؛ د افغانانو له حقونو ملاتړ کوو او د ترهګرۍ او نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې غوښتنه کوو

    قطر: افغانستان سره د منځګړیتوب، خبرو او بشري مرستو له لارې ملاتړ ته دوام ورکوو

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کاپیسا؛ د نږدې ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو ۳شبکې جوړېږي

    لغمان کې سږ کال ۷۰ شنې خونې جوړې شوې دي

    روسیه؛ د افغانانو له حقونو ملاتړ کوو او د ترهګرۍ او نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې غوښتنه کوو

    قطر: افغانستان سره د منځګړیتوب، خبرو او بشري مرستو له لارې ملاتړ ته دوام ورکوو

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

د ايران وضعيت به پر کوم لوري روان شي؟

اپریل 13, 2026
in نړیوال خبرونه
0 0

په اسلام اباد کې د امریکا او ايران ترمنځ خبرې د اپرېل په ۱۲مې نېټې بې پايلې پای ته ورسېدې او مرکچي پلاوي يې خپلو هېوادونو ته ستانه شوي دي.

د امریکا او ايران ترمنځ خبرو شاوخوا شل ساعته دوام کړی، خو هیڅ پایله یې نه ده ورکړې او دا له ۱۹۷۹م کال راهيسې د دواړو خواوو ترمنځ تر ټولو لوړ پوړې مخامخ خبرې وې.

ډېرو کارپوهانو له اوله د همدغسې وضعيت وړاندوينه کړې وه، خو اوس به د ايران وضعيت په کوم لوري روان شي؟ ايا د تضادونو او د نظريو د توپيرونو د موجوديت په حال کې به یې ترمنځ بيا جګړه پيل شي؟

د امريکا او ايران تر مذاکراتو وروسته د ايران وضعيت به پر کوم لوري وخوځېږي او کوم احتمالونه به رامخې ته شي؟

۱- د امريکا او ايران ترمنځ لاهم د اوربند او او خبرو احتمال شته.

که څه هم امريکا او ايران د اسلام اباد په خبرو کې هېڅ پرمختګ نه دی کړی، خو بیا هم په بشپړ ډول نه دي ناکامې شوي.

د امريکا د مرستيال ولسمشر جې ډي وانس په مشرۍ مرکچي پلاوي له ايراني پلاوي سره تر خبرو اترو وروسته رسنیو ته ويلي، چې د امريکا لايحه به لاهم د راتلونکو خبرو بنسټ وي او ایران ته يې د خبرو احتمالي لار پرانيستې ده.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند اسماعيل بقايي هم ويلي، چې له امريکا سره یې ډيپلوماتيک تماس نه دی ختم شوی او د پاکستان په شمول له څو خواوو سره به یې اړيکې او مشورې دوام ولري.

کارپوهان وايي، امريکا او ايران په اسلام اباد کې مخامخ خبرې وکړې او دا د دې ښکارندويي کوي، چې دواړه هېوادونه په جنګي ډګر کې تر پوځي او هم په کوردننه تر فشارونو لاندې د خبرو نيتونه لري. دوی پر دوه اوونيز اوربند هوکړه کړې او دا په دې مانا ده، چې د خبرو کړکۍ یې لا هم پرانيستې ده.

د اسرائيل پوځي کارپوه رون بن اسايي پر دې اند دی، چې امريکا او ايران اوس له ډېرو کورنيو او بهرنيو فشارونو سره مخ دي، نو د درېیمې خوا د منځګړيتوب يا د مستقيم تماس له لارې له احتمالي مشورو څخه به لاس وانه خلي.

د شانګهای د بهرنيو ژبو پوهنتون پروفیسور وانګ يو يونګ پر دې نظر دی، چې امريکا او ايران ښايي په نږدې راتلونکې کې په ځينو سيمو کې د اوربند او د ځينو بنديزونو د لغوه کولو په شمول د څو موضوعاتو په هکله کوچنی لنډمهاله تړون لاسليک کړي او دا به بیا د راتلونکو خبرو اترو لپاره زمينه برابره کړي.

۲-  دواړه خواوې ښايي د جګړې ترڅنګ خبرې اترې هم وکړي.

په اسلام اباد کې له خبرو څخه داسې ښکاري، چې امريکا او ايران د ډېرو کليدي موضوعاتو په هکله د نظريو توپيرونه لري.

کارپوهان وايي، د جګړې ښکېلې خواوې د لنډې مودې په خبرو کې ښې پايلې نه شي ترلاسه کولی، خو په چټکۍ د جګړې د پای ته رسولو احتمال هم لرې نه دی او ښايي د جګړې ترڅنګ یې خبرې هم دوام ومومي.

ځيني شنونکي بیا وايي، د امريکا او ايران ترمنځ خبرې ښايي په رکود کې پاتې شي. ځکه د ټرمپ حکومت اوس ډېرې ستونزې لري، د بېلګې په توګه د ټرمپ د حکومت پوځي لګښت زيات شوی، په کور دننه له زیاتو فشارونو سره مخ دی او منځني ختيځ ته یې لېږل شوي عسکر لاهم پر لارې دي، نو د لويو پوځي عملياتو د ترسره کولو امکانات یې محدود دي.

۳ـ  په ايران کې جګړه ښايي نوره هم سخته شي.

ځيني شنونکي بیا پر دې اند دي، چې واشنګټن د اسلام اباد له خبرو څخه هېڅ ګټه نه ده اخيستې او داسې ښکاري، چې تر دې وړاندې هم په پوځي عملياتو کې خپلې موخې ته نه دی رسېدلی، نو له دې کبله ښایي له اسرائيل سره په ګډه پر ایران روان پوځي عمليات نور هم سخت کړي او د دې ترڅنګ امريکا منځني ختيځ ته په لويې پيمانې تازه دمي ځواکونه لېږلي دي.

۴- هرمز تنګی ښایي د تل لپاره وتړل شي.

هرمز تنګی د امريکا، اسرائيل او ایران ترمنځ روانې جګړې کې د پاملرنې وړ ټکی دی او د دغه تنګي کنټرول له امريکا سره د مقاومت لپاره د ايران تر ټولو پياوړې او ښه لاره بلل کېږي.

 شنونکي وايي، ايران به په راتلونکې کې دغه تنګی کنټرول کړي، که جګړه نوره هم سخته شي، نو دغه تنګی ښایي بيا د دواړو خواوو د ډزو هدف وګرځي.

د ايران وضعيت کې ښايي ډېر بدلونونه راشي. نو ګڼ شمېر کارپوهان په دې اند دي، ايران انعطاف پزيره ښکاري او ستراتيژيک اطمينان يې ترلاسه کړی، خو د ټرمپ حکومت بیا په جنګي ډګر کې د بريالتوب لپاره له ستونزو او هم په کوردننه له ډېرو فشارونو سره مخ دی.

Share1Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

سپتمبر 8, 2026

کاپیسا؛ د نږدې ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو ۳شبکې جوړېږي

سپتمبر 8, 2026

لغمان کې سږ کال ۷۰ شنې خونې جوړې شوې دي

سپتمبر 8, 2026

روسیه؛ د افغانانو له حقونو ملاتړ کوو او د ترهګرۍ او نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې غوښتنه کوو

سپتمبر 8, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In