د ۲۰۲۶م کال د انېرنېټ نړيوالې غونډې د اسيا او ارام سمندر سرمشريزه د اپريل د ۱۳مې نېټې په سهار د چين په هانکانګ کې پرانيستل شوه، چې دوه ورځې به دوام ولري.
دغه سرمشريزه پر دغه سرليک ”په ډيجتلي او ځيرکو ټکنالوژيو د مختلفو چارو د وړتيا پياوړتيا او نوښتي پرمختګ — په انټرنېټي شبکه کې د ګډ برخليک ټولنې ګډه ابادي“ ترسره کېږي.
د يادې سرمشريزې په پرانيستونکو مراسمو کې د چين د هانکانګ ځانګړې اداري سيمې اجرائيوي مشر لي جيا چاو، په دغې ځانګړې اداري سيمې کې د مرکزي حکومتونو د مختلفو ارګانونو مسؤلينو او د بېلا بېلو ټولنو مېلمنو ګډون کړی و.
د مالوماتو له مخې، د دغې سرمشريزې په ترڅ کې به د پرانيستونکو مراسمو او عمده فورم ترڅنګ د نوښت او پرمختګ، ډيجيټلي پولي چارو، مصنوعي ځيرکتيا او امنيتي ماموريت، د خلکو ژوند ته د ځيرکتيا ورکولو، د روغتيايي چارو ډيجيټلي کېدو، د کتابونو ډيجيټلي کېدو او خپرېدو په شمول ۶ فرعي فورمونه هم ترسره شي.




































