په ویانا کې د نړیوالې انرژۍ او اقلیم فورم د اپرېل په ۹مې نېټې پرانیستل شو.
په دغه فورم کې د اقلیمي بدلون لپاره د چین ځانګړي استازي لیو جن مین هم ګډون او وينا کړې ده.
نوموړي ويلي، د انرژۍ اوسنی نړیوال بحران یو ځل بیا د دودیزو فوسیلي تېلو پر وارداتو د ډېرې تکیې خطرونه راښکاره کړي او بېلا بېل هیوادونه اړ دي، چې د انرژۍ امنیتي ستراتیژیو ته بیا کتنه وکړي او د انرژۍ په چارو کې بدلونونه راولي.
لیو جن مین ويلي، د چین بریالۍ تجربې د دې څرګندويي کوي، چې د نوې کیدونکې انرژۍ ستر پرمختګ د انرژۍ ملي امنیت او انعطاف د لوړولو لپاره یوه مؤثره لاره ده.
ياد فورم د ملګرو ملتونو د صنعتي پرمختګ سازمان او د اتریش د بهرنیو چارو وزارت لخوا په ګډه جوړ شوی، چې اصلي موضوع یې پر “سوکالۍ، امنیت او ثبات پیاوړتیا” ورټوله ده.




































