په روسیه کې د افغانستان سفیر مولوي ګل حسن حسن د افغان سوداګرو سره د لیدنو په دوام، دا ځل د سیوستوپول بازار په افغان سوداګریز مرکز کې له یو شمېر سوداګرو سره کتلي دي. په دې کتنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د ټرانزیټ او ترانسپورتي اسانتیاوو پر رامنځته کولو او همداراز د شته ستونزو د حل په اړه خبرې شوې او د نظرونو تبادله شوې ده. مولوي ګل حسن افغان سوداګر هڅولي، چې له روسیې سره خپله سوداګري نوره هم پراخه کړي او د ستونزو د حل لپاره خپله همغږي لا پیاوړې کړي.




































