د چين بهرنيو چارو وزارت د اپريل په ۱۳مې نېټې خبر ورکړی، چې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو دايمي غړی او مرستيال صدراعظم دينګ شوي شيانګ به د ترکمنستاني لوري په بلنې د اپريل له ۱۵مې نېټې څخه تر ۱۷مې نېټې پورې دغه هېواد ته سفر وکړي او د دولت رئيس شي جين پينګ د ځانګړي استازي په توګه به د ګالکينيش ګاز ميدان د څلورم پړاو پروژې په پيل مراسمو کې به ګډون ولري.
دينګ شوي شيانګ به د دغه سفر په ترڅ کې د چين او ترکمنستان د همکاريزې کمېټې د چيني لوري رئيس په توګه له ترکمنستاني لوري سره د دې کمېټې د ۷مې غونډې مشري وکړي.



































