د ويتنام د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او دولت رئيس تولام د اپريل د ۱۴مې نېټې په سهار د چين پلازمېنې بېجينګ ته رسیدلی او له دغه هېواده به څلور ورځنۍ رسمي لیدنه وکړي.
نوموړی بېجينګ ته د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي او دولت رئيس شي جين پينګ په بلنه تللی دی.
تولام به د سفر په ترڅ کې له خپل چيني سیال شي جين پينګ سره لیدنه ولري او د د چين صدراعظم لي چيانګ، د ملي ولسي کانګرېس د دايمي کمېټې مشر جاو له جي او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې مشر وانګ هو نينګ سره به هم وګوري او پر مهمو موضوعاتو به ورسره خبرې وکړي.



































