د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د اپريل په ۱۴مې نېټې يوه خبري ناسته ترسره کړې ده.
د چين د ګمرکاتو ملي ادارې مسئولينو په يادې ناستې کې د روان کال په لومړۍ ربعې کې د توکو د وارداتي او صادراتي اندازې په اړه معلومات ورکړي دي.
د سږکال په لومړۍ ربعې کې، د چين د توکو وارداتي او صادراتي اندازه ۱۱ ټريليونو او ۸۴۰ ميليارډو يوانو ته رسېدلې، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۵ سلنه زياتوالی ښيي او په دې جمله کې يې صادراتي اندازه ۶ ټريليونو او ۸۵۰ ميليارډو يوانو ته رسېدلې، چې دا بیا ۱۱ اعشاريه ۹ سلنه زياتوالی لري او وارداتي اندازه يې ۴ ټريليونو او ۹۹۰ ميليارډو يوانو ته رسېدلې، چې دا ۱۹ اعشاريه ۶ سلنه زياتوالی ښيي.
کارپوهان وايي، د چین بهرنۍ سوداګري په روان کال کې ښه پيل کړی او ښايي په راتلونکي کې نوره هم وغوړېږي.




































