د چين د ملي ولسي کانګرېس د دايمي کمېټې مشر جاو له جي د اپرېل په ۱۳مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې د نوي زيلانډ له پارلماني مشر هون ګيري برونلي سره ليدلي او د دواړو هېوادونو پر دوه اړخيزو اړيکو او همکاريو یې ورسره خبرې کړې دي.
جاو له جين ويلي، چين او نوي زيلانډ دې خپلمنځي تفاهم او متقابل باور پياوړي کړي، د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو پر اصلي موخو دې ټينګار ولري، د مبارزې روحيه دې وښيي، د همکاريو له لارې دې ګډ پرمختګ ومومي او د متقابلو خواوو د اصلي ګټو او مهمو اندېښنو درناوی دې وکړي.
نوموړي ويلي، چين به له نوي زیلاند سره د کرنې، ځنګلدارۍ، ماشينونو او برقي توکو په شمول د عنعنوي برخو همکارۍ لاپياوړې کړي، د ډيجيټلي اقتصاد، زرغونو اصلاحاتو او مصنوعي ځیرکتيا په شمول د نويو برخو همکاريو ته به پراختيا ورکړي او د دواړو هېوادونو د اړتياوو پر بنسټ به نوې همکارۍ ومومي.
برونلي ويلي، نوي زيلانډ له چين سره همکاريو ته په درنه سترګه ګوري او په خبره یې، د دواړو هېوادونو اړيکې د متقابل باور او صميمي تبادلو پر بنسټ ډېرې پخې شوې دي.
نوموړي د يو چين پېژندې پر اصل د ټينګار کولو په اړه د نوي زيلانډ دريځ څرګند کړلی او زياته کړې يې ده، چې دواړه هېوادونه د اقتصاد، سوداګرۍ، نوې انرژۍ، ځوانانو او اقليمي بدلون په برخو کې د همکاريو ډېرې لاسته راوړنې لري او انساني او ګلتوري راکړې ورکړې يې په دوه اړخيزو اړيکو کې ډېر مهم رول لري.




































