د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اپريل په ۱۴مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې له خپل روسي سيال سېرګي لاوروف سره لیدلي دي.
وانګ يي له سرګي لاوروف سره خبرو کې ويلي، چين او روسیې په داسې حال کې، چې نړۍ کې پېچلي بدلونونه روان دي، ښې اړيکې ساتلي او د رئيس شي جين پينګ او ولسمشر پوتين تر پاملرني او لارښوونې لاندې یې ثبات موندلی او په بېلا بېلو برخو کې يې ژورې همکارۍ کړې دي.
نوموړي ويلي، دواړه خواوې دې د چين او روسيې ترمنځ ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې او په بېلا بېلو برخو کې د ګډو ګټو همکارۍ لوړې کچې ته پورته کړي.
لاوروف ويلي، روسيه به له چين سره لوړپوړې اړيکې وساتي، عملي همکارۍ به ورسره ژورې کړي او په نړيوالو ډګرونو کې به ورسره خپلمنځي همغږي پياوړې او په ګډه به د نړيوال سيسټم امنيت او ثبات وساتي.
دواړو سیالانو په روان کال کې د دواړو هېوادونو د مشرانو د لیدنې لپاره پر چمتووالي هم بحث کړی او د امريکا او ايران تر منځ د شخړې، د اسياـ ارام سمندر سيمې د وضعيت او د اوکراين د بحران په اړه يې نظرونه تبادله کړي دي.




































