د چين صدراعظم لي چيانګ د اپرېل د څوارلسمې نېټې په ماسپښين د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د هسپانيې له لومړي وزير سره ليدلي او د دواړو هېوادونو پر همکاريو يې خبرې کړې دي.
لي چيانګ ويلي، اوسمهال په نړيوال وضعيت کې بدلونونه او ګډوډۍ زياتې شوي او يواړخيزم او پروټېکشنيزم پورته شوي، خو بیا هم د همکارۍ او پرمختګ موندلو قوتونه د زياتېدو په حال کې دي.
نوموړي ويلي، چين او هسپانيا دې د نړۍ د عمده اقتصادونو په توګه د څواړخيزم او ازادې سوداګرۍ د ساتلو لپاره ګډې هڅې وکړي.
لي چيانګ د همدې ورځې په سهار له سانچيز سره د دولت رئيس شي جين پينګ ليدنې ته په اشارې ويلي، چې دواړو خواوو د چين او هسپانیې د اړيکو په پياوړتيا کې د لوري د روښانه کولو رول بللی او په خبره يې، چين به له هسپانيې سره د پرمختيايي ستراتيژو پيوستون او خپلمنځي هراړخيزې همکارۍ پياوړې کړي.
سانچيز ويلي، هېواد به يې له چين سره څواړخيزې همغږۍ پياوړې کړي او د ملګرو ملتو او څواړخيزم ټينګ ملاتړ به وکړي. د ده په خبره، هسپانيا د اروپا او چين ترمنځ د خبرو او اړيکو ملاتړ کوي او د دې لپاره به زمينه برابره کړي، چې دواړه خواوې اقتصادي او سوداګريز اختلاف حل او د سوداګرۍ او پانګونې همکارۍ پياوړې کړي.
دواړو خواوو له خبرو وروسته د چين او هسپانیې د اقتصاد، سوداګرۍ، ښوونې، ساينس او ټېکنالوژۍ، کرنې او خواړو په شمول د ډېرو برخو د همکاريزو سندونو د لاسليک په مراسمو کې هم ګډون کړی دی.




































