چيو شه مجلې د اپريل په ۱۶مې نېټې د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې مشر شي جين پينګ يوه مهمه ليکنه « د لوست کمپاين ته وده ورکوو او په ټولنه کې د لوست فضا پراخوو» خپره کړې ده.
په دې ليکنې کې د ۲۰۱۳م کال له مارچ څخه د ۲۰۲۵م کال تر مارچ پورې د شي جين پينګ مهمې خبرې ليکل شوې دي.
په يادې ليکنې کې ويل شوي، چې لوست او زده کړه د انسانانو لپاره ډېره اړينه ده او د ذکاوت او هوښيارۍ د پياوړتيا لپاره يې يوه مهمه لار ده او له خلکو څخه يې غوښتي، چې زیات کتابونه ولولي، څو فکرونه او روحيې يې پياوړې شي.



































